پېښو ته د رسېدو په چارو کي د دولت وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي وایي، چي د وروستیو نا امنیو، جګړو او همدا راز وچکالۍ له امله څه باندي ۶۰۰ زره افغانان له خپلو مېنو بې ځایه سوي دي. دده په خبره په دې کي نیمایي خلک د جګړې له امله د خپلو سیمو پرېښود ته اړ سوي دي.
عظیمي وايي دوی د نړیوالو مرستندویه موسسو په مرسته توانیدلي چي یوازې ۳۶ زره کسانو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستي ورسوي.
خو نوموړي ویلي چي دا مرستي کافي نه دي او په دې برخه کي د نړیوالو مرستندویه بنسټونو او ادارو لاسنیوي ته اړتیا لري.
تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو په یوه راپور کي په هېواد کي د بې ځایه سوو افغانانو د ژوند وضعیت د اندېښنې وړ بللی و.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون