د امریکا پوځ وايي، د سومالیا په بنادیر ولایت کي یې د الشباب له سخت دریځي ډلي سره تړلي ۶۲ وسله وال وژلي دي.
په افریقا کي د امریکا د پوځ قوماندانۍ ویلي، د الشباب ډلي ۳۴ وسله وال د شنبې په ورځ په څلورو هوايي بریدونو کي وژل سوي او ۲۸ تنه نور یې په دوو بریدونو کي له منځه وړي دي.
د امریکا د پوځ افریقايي قوماندانۍ په یوې خبرپاڼي کي ویلي، دا هوايي بریدونه دوی او سومالیايي شریکانو یې کړي، څو په لرې پرتو سیمو کي د ترهګرو د پټن ځایونو او جلب جذب مخه ونیسي. د الشباب سخته دریځه ډله په سومالیا کي د حکومت خلاف له کلونو راهېسي جګړه کوي او ډیر کله پر هوټولو او نورو ودانیو ترورېستي بریدونه ترسره کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون