طالبانو او امریکا د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبري کړي دي

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي خبرپاڼه کي ویلي، چي پرون یې په ابوظبۍ کي له زلمي خلیلزاد، سعودي عربستان، اماراتو او پاکستان سره مفصلي خبري کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چي په دې غونډه کي د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، ددوی له لوري د روانو جګړو پر ختمولو او ځینو نورو مهمو مسئلو خبري سوي دي.

د سرچینې په وینا غونډه به نن هم دوام ولري او په پای کي به یې په اړه نور معلومات رسنیو ته ورکړل سي.

له تیري ورځي راهیسي د امریکا، سعودي عربستان، اماراتو، پاکستان او طالبانو ترمنځ خبري رواني دي.

امریکا تر دې وړاندي ویلي وه، چي دا د افغان سولې لپاره د امریکا د هڅو دوام دی او دغه ډول لیدني او خبري به د افغان جګړي تر پای ته رسولو پوري ادامه پیدا کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...