په غزني کي د جګړې ځپلو سره نقدي مرسته وسول

راپور: خدیجه اشرفي

د غزني ولایت په مرکز او ولسوالېو کي د امنیتي پیښو پر مهال د ملکي شهیدانو او ټپیانو له وارثینو او کورنیو سره د ولسمشر د فرمان پر بنسټ نغدي مرسته وسوه.

د غزني والي وحیدالله کلیمزي د یادي نغدي مرستي د ویش پر مهال سره له دي چي د جګړو او امنیتي پیښو پر مهال ملکي کسانو ته پر ځاني او مالي زیان اوښتو خواشیني څرګنده کړه، ټینګار یې وکړ چي حکومت یې په پوره شفافیت سره لاسنیوی او مرسته کوي.

د مرستي په دغه لړۍ کي (۷۱) تنه ملکي شهیدان او (۵۳) تنه ټپیان شامل وو، چې هر شهید ته(۱۰۰) زره افغانۍ او هر ټپي ته(۵۰) زره افغانۍ ورکړل سوي.

د مرستو ترلاسه کوونکی سره له دې چي خوښ دي وایي په دې پیسو کولای سي لږ تر لږه د خپلو ټپیانو درملنه وکړي.

د یادوني وړ ده چي دوې اونۍ مخکي هم غزنی کي له شاوخوا ۲۰۰ ملکي شهیدانو کورنیو او ټپیانو سره نغدي مرسته سوې وه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...