د هلمند اوسیدونکي د جګړې له ښکیلو غاړو د ملکي تلفاتو د مخنیوي غوښتنه کوي

راپور: جواد داوري

د هیواد په سطحه د ملکي تلفاتو زیاتیدو یو ځل بیا د ولسي وګړو اندیښنې راپورته کړي او مدني فعالانو د یوې اعتراضیه غونډي په ترڅ د جګړې د ښکېلو اړخونو له امله ملکي تلفات سترجنایت وبلی .

د هلمند مدني فعالانو په وروستیو بمباریو کي د کنړ او هلمند د ولسي وګړو مرګ ژوبله د اندیښنې وړ او د هغوی پر وړاندي ستر ظلم وبلی ، چي په وینا یې لامل یې هم د جګړې د ښکېلو اړخونو نه پاملرنه ده.

دوی له وسله والو طالبانو په جدي ډول وغوښتل چي ولسي وګړي او د هغوی کورونه دي سپر نه ګرځوي.

ددې ولایت اوسیدونکي وایي تر بل هر وخت د ولسي وګړو مرګ ژوبله زیاته سوې ، چي د مخنیوي په برخه کي یې ښکېلو اړخونو څه نه دي کړي .

دوی له حکومته نه یواځي د ولسي مرګ ژوبلي د مخنیوي غوښتنه وکړل ، دغه راز یې وغوښتل چي د سولي هلي ځلي لا چټکي او تل پاته سوله رامنځته کړي .

د بشر حقونو کمیسیون ځایی چارواکي هم په په دې وروستیو کي د ملکي تلفاتو زیاتیدو اندیښمن کړي دي او اندیښنه لري که یې مخه ونه نیسي او همداسي دوام پيدا کړي بدي پایلي به ولري.

د معلوماتو له مخي د کونړ په شلتن ولسوالۍ کي د تیر هوايي  برید له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون تر شل زیات ملکي کسان وژل سوي دي  ، هلمند هم دداسي یو برید شاهد وو .

خو امنیتي ادارو بیا راپور ورکړی ، چي په دغه هوایې برید کي ګڼ شمیر وسلوال طالبان او د القاعده غړي هم وژل سوي دي .

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...