د هلمند سولي ولسي حرکت غړي د تیرې چارشنبي په ورځ د روزګان مرکز ترینکوټ ته ورغلي او هلته يې له ولسي مشرانو سره لوي غونډي تر سره کړي.
ددغه حرکت مشر اقبال خیبر وایي، د هلمند څخه تر پلازمیني کابل او بیا وروسته د هیواد یوشمیر نورو سیمو ته ددغه حرکت سفرونه د سولي پیغام تر ښکیلو خواو رسول او په ټوله کي د رواني جګړې دریدلي دي.
خیبر وایي، په دغه ولایت کي د ولسونو او قومي مخورو سره په خبرو کي دي او که موافقه وسوه، چمتو دي چي د سولي دغه پيغام هم هغو سیمو ته ورسوي چي دامهال د طالبانو په ولکه کي دې.
روزګاني ولسونو ددغه حرکت تود هرکلی کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون