ګلبدین حکمتیار: په هیواد کي روان وضعیت د اندیښنې وړ دی او ټول هیواد له یوه بحران سره مخ دی

  دده په خبره د اوسني بحران ستر لامل اوسنی کمزوری، ضعیف او ناکام حکومت دی.
هغه ویلي ولس باید په راتلونکو ټاکنو کي داسي یوه کس ته رایه ورکړي چي هغه په ارګ کي دیکتاتوري جوړه نه کړي، هر کار په خپله خوښه و نه کړي، پارلمان، قوانینو او سیاسي ګوندونو ته درناوی ولري، څو په دې توګه د ملي یووالي د حکومت ناکامه تجربه تکرار نه سي.
حکمتیار د ولسمشر له لوري د سولي لپاره د مشورتي بورد جوړول هم بې ګټي کار بللی دی او په وینا یې دغه بورد هېڅ راز صلاحیت نه لري.
دده په خبره د سولي لپاره باید داسي یو بورډ رامنځ ته سي چي هغه بشپړ صلاحیت ولري او د سولي په برخه کي په خپلو پرېکړو کي خپلواک وي.
ګلبدین حکمتیار د ټاکنو پر بهیر هم سختي نیوکي وکړې او وايي د حزب اسلامي او په هېواد کي د ټولو ګوندونو تر ټولو مهمه غوښتنه د شفافو ټاکنو ترسره کېدل دي چي حکومت او د ټاکنو کمیسیون په دې برخه کي ناکام دی.
دده په وینا په ټاکنو کمیسیون کي لا هم پراخ فساد روان دی او د پیسو په زور ځيني نوماندان بریالي کیږي او ځیني ناکامیږي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...