د یاد سفارت یو ویاند ویلي چي امریکا د افغان سولي په اړه د پاکستان هر اقدام مهم بولي او هرکلی یې کوي.
هغه ویلي، متحده ایالات د پاکستان د حکومت له خوا د افغان حکومت، نورو افغانانو او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو موقع برابرولو په ګډون هر هغه هڅه ستايي چي سوېلي اسیا کي پراخه همکاري پياوړې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون په پېښور کې یوې غونډې ته ویلي، ډېر ژر به طالبان د اسلام اباد په کوربه توب له امریکا سره خبرو ته کېنوي. عمران خان ویلي، دا کار د امریکا له پرله پسې غوښتنو وروسته کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون