د یاد وزارت ویاند حنیف دانشیار وایي، د ایران په ګډون ګاونډي هیوادونه د نشه یي توکو پر وړاندي جدي مبارزه نه کوي او په دې برخه کي سوي هوکړه لیکونه یې تر پښو لاندي کړي دي.
د نوموړي په خبره، ایران د سیمي او نړۍ هېوادونو ته د افغانستان د نشه یې توکو د قاچاق یوازینۍ لار ده او نږدې په سلو کي ۳۰ سلنه نشه یي توکي د همدغه هېواد له لارې نورې نړۍ ته قاچاق کېږي.
له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت دا څرګندوني په داسي حال کي کوي چي څو ورځي وړاندي د ایران ولسمشر حسن روحاني په تهران کي له تروریزم او نشه یي توکو سره د مبارزې په موخه جوړې سوي غونډي ته وویل چي که پر ایران باندي نړیوال بندیزونه سخت سي، نو تهران نه سي کولای چي نړۍ ته د نشه یې توکو د قاچاق مخه ونیسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون