د کابل- ګردیز پر لويه لاره د يوې ترافيکي پیښي له امله ١٣ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي رسنیو ته وويل، چي دا پیښه  نن له غرمې مخکي شاوخوا لس بجې د ولايت د مرکز پل علم اړوند د التمور په سيمه کې رامنځته سوې ده.

هغه زياته کړه چي په ياده سيمه کي يو سراچه موټر له مارسډيز سره ټکر کړى چي له امله يې دواړو موټرو کې ٧ کسان وژل سوي او ٦ نور ټپيان دي.

احمدزي وويل چي په مړو او ټپيانو کي ښځې او ماشومان هم سته او ټپيان نږدې روغتونونو ته لېږدول سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...