هلمند: دوه کاله وروسته حکومت د لښکرګاه څلورمه حوزه ونیول

راپور: جواد داوري

د لښکرګاه څلورمه حوزه د لښکرګاه ښار څخه شاوخوا ۱۷ کیلومتره لیري ده چي دوه کاله وړاندي د شدیدو جګړو پرمهال د یوشمیر ولسوالیو تر څنګ دغه حوزه هم سقوط سوې وه.

د دې حوزي اوسیدونکي وايي، مخکي یې د تګ راتګ لاري بندي وي ناروغان يې پر اوږدو لارو ګرشک او لښکرګاه ښار ته انتقالول.

دوی اندیښنه لري چي تر عملیاتو وروسته هم خلک ډاډمن نه دي چې خپلو کورونو ته ستانه سي ځکه د ماین چادوني خطرونه د باباجي په ډیرو سیمو کي محسوس کیږي.

دغه اوسیدونکي که څه د عملیاتو څخه خوښ دي خو بیا هم اندیښنه ښیي چي د باباجي د امنیت ساتني ته جدي پاملرني د نشتون له امله به خلک بیا د ګډو بیځایه کیدو او جګړو په منځ کي را ایسار وي.

د ملي اردو د دریمې لوا درستیزوال ډګروال حنیف الله شینواری وايي، په یوشمیر امنیتي مرکزونو کي چې وړاندي پولیس پکښي اوسیدول وسله والو طالبانو د چاودیدونکو څخه ډک کړي وه .

دی وايي جګړه ډیره کمه ده یوازي سرتیري او د انجنیري ټیمونه بوخت دي تر څو له عامه لارو او کورونو څخه د ماینونو خطر کم کړي.

چارواکي وايي د باباجي د سیمي بې ځایه سویو کورنیو سره د خوراکي موادو او روغتیايي خدماتو پوره چمتوالی نیولي دي.

د باباجي اوسیدونکي د نا امنیو له امله لښکرګاه ،ګرشک او نادعلي ولسوالي ته بې ځایه سوي دي.

د سیمي اوسیدونکي له دولت څخه غواړي چې په سیمه کي يې اهل کسان په دنده وګماري تر څو بیا نا امني خپره نه سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...