ټاکنیز کمیسیونونه دې خپلي ستونزي د تفاهم له لاري حل کړي او ژر تر ژره دي د کابل په ګډون د پاته ولایتونو د ټاکنو پایلي اعلان کړي.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د ټاکنیزو کمیسیونونو، یوناما، اروپايي ټولني او مرستندویه هیوادونو د استازو ګډي غونډي ته د خبرو پر مهال ویلي چي د ټاکنو کمیسیون او شکایتونو کمیسیون دي د کابل د ټاکنو پر سر رامنځته سوې ستونزه د خبرو له لاري حل کړي.
د دانش په خبره ددواړو کمیسیونو ترمنځ د نظر اختلاف او رواني ناندرۍ به ددې سبب سي، چي خلک پر ټاکنو بې باوره سي او د ټاکنو مالي ملاتړي په دې برخه کي له مرستو لاس په سر سي. هغه پر ټاکنیزو کمیسیونو ږغ کړی چي د وخت له ضایع کولو مخنیوی وکړي او خپلو چارو ته دې په پوره شفافیت او چټکۍ ادامه ورکړي.
سرور دانش همدا راز ویلي چي د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره دي تیاری ونیول سي او په وینا یې د کمیسیون له لوري په ټاکل سوې نیټه به راتلونکي ولسمشریزي ټاکنې هم ترسره کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون