راپور: محمد یار مجروح
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وز ارت دوې ورځي وړاندي ویلي وه چي، د خرقې شریفي یوشمیر تاریخي او قیمتي توکي چي د خلګو له لوري په تحفه کي ورکول سوي د متولیانو له لوري وړل سوي او پخپلو مینځونو کي يې ویشلي دي.
پر همدې مهال د خرقې شریفي متولیان دا ډول ادعاوي ردوي او وايي چي، دوی له کلونو کلونو راهیسي د خرقې شریفي قیمتي توکي ساتلي دي.
د دوی په خبره یو شمیر کسان غواړي قصدا په دې ډول خبرو سره د خلګو تر منځ ستونزي رامنځ ته کړي.
بلخوا یو شمیر فرهنګ پالان وايي، د تاریخي توکو ساتل زموږ ملي او عقیدوي فرهنګ دی.
دوی همدارنګه زیاتوي چي د فرهنګي او مذهبي مراثونو ساتل زموږ د راتلونکي نسل لپاره اړین دی او د داسي توکو ساتنه باید هر افغان په ښه ډول وکړي.
دکندهار اطلاعاتو او کلتور رئيس فضل باري بریالی بیا وايي، چي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د امنیت شورا ته په مکتوبي ډول یاداشت ورکول سوی تر څو د یادي پيښي په اړه پلټني وکړي.
د کندهار د خرقې شریفي په ګومبته کي د اسلام د ستر پيغمبر د خرقې تر څنګ یو شمیر نور تاریخي او مذهبي توکي هم ساتل کیږي.
یو شمیر کسان وايي تر دې وړاندي هم د خرقي شریفي دروازه ایران ته انتقالیدل چي وروسته یې مخه ونیول سول.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون