د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې د درې نورو ولایتونو پایلي تیره ورځ اعلان کړي

دا کمېسیون د بلخ، فاریاب او بدخشان ولایتونو لومړني نتیجي داسي مهال اعلانوي چي له تېرې پنجشنبي راهیسي د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیون سره د کابل د رأیو پر سر چي د دې ولایت ټولي رأیې یې باطلي اعلان کړي، په لانجه کي دی.

تر دې مخکي د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له غزني پرته چي په‌کي انتخابات نه‌دي سوي د ولسي جرګې لپاره د ۲۳ ولایتونو د انتخاباتو لومړني پایلي اعلان کړي دي.

ټاکل سوې چي د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګي د انتخاباتو نهایي نتیجي د قوس په ۲۹مه اعلان کړي.

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...