د افغانستان په لسو ولایتونو کي د روان ۲۰۱۸ ميلادي کال د پوليو وروستی کمپاین پیل سو

راپور: مهتمم صالح

د افغانستان په لسو ولایتونو کي د روان ۲۰۱۸ ميلادي کال د پوليو وروستی کمپاین پیل سو، چي پرمهال په کندهار کي ۵۶۷ زره کوچنيانو ته واکسين ورکول کیږي.

په افغانستان کي د کتلوي معافیت عمومي رئيس غلام دستګير نظري وايي، په افغانستان کي تر ټولو زياتي د پوليو پېښې په جنوب غرب حوزه کي ثبت سوي، چي لامل ناامني او هغه کسان دي چي خپلو کوچنيانو ته واکسين نه ورکوي.

دی وايي کوښښ کوي، چي په راتلونکي کال کي د پوليو ويروس له منځه یوسي.

بل خوا د کندهار د کتلوي معافیت رئيس عبدالشکور نصرت وايي، دغه کمپاين به په ټولو هغه سیمو کي هم تطبیق سي، چي مخکي ورته لاس رسی نه و.

نصرت وايي، د ليندۍ له ۱۹ څخه تر ۲۳ پوري به عمومي کمپاین وسي، خو په پینځو هغو ولسواليو کي چي کور په کور د واکسين کمپاين ته اجازه نه ورکول کيږي، په مساجدو کي به د ليندۍ د ۲۶ څخه تر ۲۸ پوري کمپاين وکړي.

په روان ميلادي کال کي په افغانستان کي د پوليو ۲۱ مثبتي پېښي ثبت سوي دي، چي ۱۵ يې يوازي په سويل لوېديځي حوزه کي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...