د بغلان مرکز پلخمري کي يوه زوى خپله مور وژلي ده

د بغلان د مرکز پلخمري ښار یوه اوسېدونکي خپله مور د تیشې په ګوزار وژلې او خپل ورور يې ټپي کړى دى.

د بغلان د امنیت امر جګړن وحیدالله نظامي رسنیو ته وویل، چي د پلخمري ښار د فرحت سیمي اوسیدونکي عاطف تېر ماښام خپله مور د تیشي په وسیله وژلي او خپل ورور يې ټپى کړى دى.

نظامي وویل چي قاتل نيول سوى او دا مهال تر پوښتنو لاندي دى.

د یادونې ده، څو میاشتي وړاندي هم په مرکزي بغلان ولسوالۍ کي يو زوم خپله  کوژدن، خواښي او کور ته راغلې مېلمنه پر ډزو وژلي وو.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...