طالبانو تېره شپه د فراه ولایت د مرکز اړوند د سورکلي پرامنیتي پوستې ډله یيز برید کړی.
د فراه ولایتي شورا غړی ګل احمد فقیري وايي، د پولیسو او وسله والو ترمنځ جګړې څوساعتونه دوام کړی چي پر مهال يې ۱۰ پولیس وژل سوي او ۲ نور طالبانو له ځانه سره بیولي.
د فقیري په خبره طالبانو دغه پوسته سقوط کړې او ګڼ شمیر وسلې او مهمات يې هم ترلاسه کړي.
د فراه امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب هم د سور په سیمه کي د طالبانو او پولیسو ترمنځ جګړه مني خو د جزیاتو له ورکولو ډډه کوي.
د یوبل خبر له مخي طالبانو د بادغیس مرکز او د قادس ولسوالۍ شمال د مقرسیمه کي د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو بریدونه کړي چي ۹ سیمه ییز پولیس یې وژلي او ۳ نور ټپیان دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون