خوست کي د ملي اردو ۱۰ سرتیري وژل سوي

امنيتي چارواکي وايي چي په خوست کي د ملي اردو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کي د ملي اردو ۱۰ سرتېري وژل سوي او ۳ نور ټپان دي.

د چارواکو په خبره، جګړه تېره شپه ناوخته د دغه ولايت د يعقوبيو صبريو ولسوالۍ اړوند د ګريګري سيمه کي د ملي اردو پر يوه امنيتي پوسته سوې.

د خوست د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيداحمد بابازي وويل چي په پېښه کي د ملي اردو ۱۰ سرتېری وژل سوي، ۳ ټپيان دي او يو بل وسله والو ژوندی له ځان سره وړی دی.

هغه په جګړه کي وسله والو طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چي د پلټنو په موخه سيمي ته د ولايت مقام په ګډون د امنيتي ارګانونو يو ګډ پلاوی تللی دی. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...