په روسیه کي سلګونو کسانو د ناقانونه کړنو پرضد لاریون کړی

د روسیې د تاتارستان په مرکز کازان کي سلګونو کسانو له دې امله لاریون کړی چي وايي، چارواکي یې ناقانونه کارونه کوي.

لاریونوالو په تاتارستان کي د خاورو خځلو د ریسایکل د مرکز د پرانیستي په پلان، د تاتاري ژبي د تدریس پر بندیدو او په ناقانونه توګه د مجرم پېژندل سویو کسانو د حقونو په خاطر ږغ پورته کړی. راپورونه وایي، دا لاریون د تحریم سوي اپوزیسیون او ښاریانو له خوا په میلینیوم مرکزي میدان کي سوی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...