مرکزي بغلان کي رغنیزکارونه ښه مخ ته روان دي

راپور: نور ګل اندړوال

مرکزي بغلان ولسوالۍ کي چي له لږ مودې راهیسي  جګړې راکمي سوي رغنیز کارونه پکښې ښه مخ ته روان دي او دپخوا په پرتله ډيري پروژې پکښې تطبیق کیږي.
په ښار کي چي خپله دښاروالۍ په مالي بودیجه دسلګونه متره سړک دکانکریټ کولو او ګلدانونو جوړولو چارې پيل سوي ، سلګونه تنو ته پکښي د کارکولو زمینه برابره سوې ده.
دقومي مشرانو نیوکي دادي چي مرکزي بغلان کي ډیرکارته اړتیا ده خو پاملرنه دپروژو په تطبیق کي دي ولسوالۍ کمه کیږي  .
ځايي خلک او دمرکزي بغلان ولسوال دښاروالۍ له پیل کړي کاره راضي دي خو په حکومت انتقادونه دادي چي دا ولسوالي د نفوس اومساحت په اساس دنورو ولسوالیو ستره ده خو پروژو ورته دنورو ولسوالیو سره برابره ورکول کیږي .
دمرکزي بغلان دښاروالۍ مسٔولین وايي چي ژر به دښار ټول فرعي سرکونه کانکریټ او هغه ځایونه بیا جوړ کړي چي دوخت په تیریدو سره له منځه تللي دي خو دځايي خلکو اندیښني دادي چي ټول رغنیر کارونه دلته مقطعي مخ ته ځي او کم وخت په تیریدو دپروژو چاري په ټپه دریږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...