ولسمشر وايي، یو شمبر کسان د خپلو شخصي ګټو لپاره له فساد سره د مبارزې په هدف د حکومت اصلاحات د ځان په زیان بولي

ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ له فساد سره د مبارزې ‌د نړیوالې ورځي په مناسبت غونډه کي وویل چي د ملي یووالي حکومت له فساد سره مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کي پراخ اصلاحات رامنځته کړي دي.

ښاغلي غني په کانکور پروسي کي شفافیت، په دولتي ادارو کي د شفافیت لمخي د ۲۲زره کسانو ګمارل او په عدلي او قضايي ارګانونو کې د دوسیو پر وخت څېړل او په تدارکاتو کي شفافیت رامنځته کول د ملي یووالي حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کي له جدي اقداماتو څخه وبلل.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...