د ټاکنیزو شکایتونو او ټاکنو کمیسیونونو په یوه ګډه خپره کړې خبرپاڼه کي ویلي چي د شکایتونو کمیسیون د وروستۍ پریکړي په اړه بیا کتنه کیږي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي دواړو کمیسیونونو نن د ولسمشر ددویم مرستیال په مشرۍ غونډه کړې ده او په غونډه کي پرېکړه سوې چي د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون پر پریکړه به له سره کتنه کیږي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون تیره ورځ د کابل ولایت د ولسي جرګې تیري ټاکنې له درغلۍ ډکي وبللې او هغه یې باطلي اعلان کړې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون