ولسمشر غني نن له غرمې مخکي د افغان سولي لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره لیدلي دي

د ارګ پر فیسبوک پاڼه د خپرو سویو معلوماتو له مخي، په دې کتنه کي چي په ګلخانې ماڼۍ کي وسوه اجراییه ریٔس ډاکټر عبدالله هم حضور درلود، ډاکټر خلیلزاد ولسمشر ته په افغانستان کي د سولي د هڅو په خاطر د سیمي ځینو هېوادونو ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل او سیمې ته یې د خپلو راتلونکو سفرونو په اړه هم خبرې وکړې.

سرچینه کاږي ولسمشر غني د افغانستان د سولي لپاره د امریکا د بهرنیو چارو و زارت ځانګړي استازي هڅي وستایلي او زیاته یې کړه، افغان حکومت په جنیوا کنفرانس کي خپل مذاکره کوونکی ټیم اعلان کړ او په افغانستان کي د سولي د تامین لپاره د دوی اراده جدي ده.

د سرچینې په وینا ولسمشر وویل، د سولي ګډي هڅي باعزته او پایداره سولي ته د رسیدو په برخه کي له دوی سره مرسته کولای سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...