سيد حسين عالمي بلخي پرون رسنیو ته ويلي، د ځينو ادارو په مرسته راستنو سویو او بېځايه سوېو ته مسلکونه هم ورښوول کیږي.
ښاغلى بلخي وايي، حکومت دغو راستنو سویو او بېځايه سوېو ته د ٣٠٥ نمبر فرمان پر اساس دغه امکانات برابروي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزیر او د ملګرو ملتونو د مهاجرت اداره وايي چي سږ کال تر ۷ لکه زیات افغانان، په ځانګړي ډول له ایرانه بیرته خپل هېواد ته ستانه سوي دي.
بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ اداره وايي، تېره اوونۍ په افغانستان کي ٦٧٢٠ کسان بې ځايه سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون