پاکستاني چارواکو پر دې کار اندېښنه ښودلې ده او وایي چي ددغه ادارې کار شفاف نه دی او ښايي وروسته ستونزې جوړې کړي.
پاکستاني سناتور طلحه محمود ویلي چي په دې ډله کي پښتانه او د افغانستان د نورو قومونو اوسېدونکي لکه تاجکان هم سته. هغه ویلي نادرا هغو کسانو ته هم پېژندپاڼي ورکړي چي شک کېږي د افغانستان له استخباراتي ادارې سره به کار کوي.
پاکستاني سناتوران داسي مهال دغه ادعا کوي چي څه موده وړاندې عمران خان افغان کډوالو ته د پاکستاني پېژندپاڼو د ورکولو خبره کړې وه.
هغه ویلي وو، چي په پاکستان کي اوسېدونکو افغان کډوالو ته به د پاکستان تابعیت ورکوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون