راپور: مهتمم صالح
په کندهار کي د ټيپا ( د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ) لخوا په راتلوونکو ټاکنو کي د ښځو د پراخ ګډون اړوند د عامه پوهاوي پروګرام جوړ سو.
د ياد بنسټ د نظارتي پروګرامونو مسٔوول ناصر ناصرزاده وايي، د دغه پرګرام موخه دا ده چي ښځي وکولای سي، په راتلونکو ټاکنو کي ګډون وکړي او نوري ښځي هم وهڅوي تر څو په ټاکنو کي برخه واخلي.
ناصرزاده وايي، په ټاکنو کي د ښځو ونډه ډېره مهمه ده او لازمه ده چي دوی د ټاکنو پروسه کي پراخه ونډه واخلي.
بل خوا د دغه پروګرام ګډونوالي وايي، دوی زده کړل چي څنګه کولای سي په ليري پروتو سیمو کي ښځي د ټاکنو پروسي ته وهڅوي.
دوی وايي دا ډول نور سمپوزيمونه دي هم دوی ته جوړ سي، تر څو وکولای سي په ښه توګه معلومات تر لاسه کړي.
دا لومړی ځل دئ، چي په کندهار کي د ټيپا بنسټ لخوا د ښځو لپاره دغه ډول سمپوزيم جوړيږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون