راپور: جواد داوري
د هلمند په مرکزي زندان کي شاوخوا زر زندانیان ساتل کیږي.
په دې زندان کي سیاسي او جنايي زندانیانو شمیر تر نورو زیات دی.
سهار وختي یو شمیر زندانیانو د زندان د کارکوونکو د ناسم چلند له امله خولي ګنډلي وي کله چي د همدې موضوع د څیړنې د پاره هئیت زندان ته ورغلي موضوع وروسته روښانه سوه چي د زندان کارکوونکو په نشه روږدي کسان اختصاصي بلاک ته انتقال کړې وه.
د هلمند استناف څارنوالي رئیس محمد عیسی ابراهیم خیل وايي، بې سرنوشته هیڅ زنداني نه لري خو لاهم زندانیان د په فرمانونو کي د تحفیف او نورو اسانتیاو په برخه کي ستونزي لري.
دی وايي، د ګډو امنیتي او عدلي ارګانونو څخه یې یو هئیت ټاکلی دی ترڅو یاده ستونزي وڅیړې.
زندانیان چي د پاخه عمر خلک هم پکښي دي وايي په یوه اطاق کي شاوخوا ۲۰ تنه اوسیږي چي په دې کسانو یوشمیر په نشه روږدي کسان هم دي چي همدي نشي څخه سالم زندانیان هم په نشه يي توکو روږدي کیږي.
دا په تیرو څو کلونو کي لومړي پیښه ده چي د هلمند په زندان کې رامنځته کیږي.
تردې وړاندي ددي زندان چارواکو ویلي وه چي ټول ته يې د حرفوي او سواد زده کړو اسانتیاوي برابرې کړې دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون