د سولي شورا مسؤلین وايي، له شخصي جرمه پرته ټول وسله وال طالبانو له قید اوشرط پرته د سولي له پروسې سره یو ځای کیدلای سي

راپور: مهتمم صالح

د کندهار میوند ولسوالۍ چي ناارامه بلل کیږي او ډیر وخت ورڅخه د جګړې راپورونه ورکول  کیږي، دیني عالمان او قومي مشران يې د سولي غوښتنکي دي.

د یادي ولسوالۍ لسګونو کسانو  دیوې غونډي پر مهال پر وسله والو طالبانو ږغ وکړ تر څو د سولي له پروسې سره یو ځای سي او روان ناورین ته دپای ټکی کښېږدي.

د دوی نیوکه پر افغان حکومت دا وه چي په حکومتي چارو کي مسلکي کسان پر دندو نه دي ګمارل سوي او غوښتنه یې وکړه چي د سولي په برخه کي دي رښتنیي کسان په دندو وګماري.

پر همدې مهال د کندهار د سولي شورا مسؤلین وايي، هغه کسان چي د سولي له پروسې سره یو ځان کیږي په امن کي به وي.

د کندهار د سولي شورا رئیس شیرمحمد حقیار وايي، له شخصي جرمه پرته ټول وسلوال طالبان بې له قید اوشرطه د سولي له پروسې سره یو ځای کیدلای سي.او خوندي به وي.

دافغان سولي په برخه کي د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دریم سفر پاکستان ته پيل کړی چي تر څنګ به یې روسیې او یو شمیر نورو هیوادونو ته هم سفرونه وکړي.

بلخوا وسلوال  طالبان د سولي  یادي هڅي بې ځایه بولي او وايي، تر څو چي بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ونه وځي، سوله نه کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...