په غزني کي د الجهاد جامع جومات د بنسټ دبره کښېښودل سوه

راپور: خدیجه اشرفي

چارواکي وایي، هڅه کوي یو شمیر نوري رغنیزي پروژې د دولتی تصدیو لخوا په اساسي او بنسټیزه توګه ورغول سي.

د الجهاد جامع جومات نوې ودانۍ په دریو پوړونو کي د ۶۰ ملیونه افغانیو په لګښت رغول کیږي، چي رغنیزي چاري یې د ولسمشری ماڼۍ د حمایوی ادارې د انجنیرۍ ټیم لخوا ترسره کیږي.

د غزني اوسیدونکي او قومي مشران بیا د دغه جومات د نوي ودانۍ پر ښه کیفیت ټینګار کوي او وایي چي باید له رغنیزو چارو یې په جدیت سره نظارت او څارنه وسی.

د ولسمشرۍ لخوا د راغلي پلاوي مشر بیا ولسونو ته د دې پروژي له کیفیته ډاډ ورکوي او له خلکو غواړي چي له چارو دي څارنه وکړي.

ویل کیږي چي د الجهاد جامع جومات نوې ودانۍ به پر یوه وخت د ۶۰۰۰ کسانو ظرفیت ولري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...