د پاکستان حکومت اعلان کړی، چي د وژل سوي پښتون افسر طاهر داوړ له کورنۍ سره د پنځو ملیونو ډالرو مرسته کوي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شهریار افریدي په اسلام اباد کي یوې غونډي ته ویلي چي د طاهر داوړ له کورنۍ سره به مرسته کوي او یو کس ته به کار هم پیدا کوي.

د پاکستان د حکومت تر دغه اعلان مخکي د پاکستان پوځ او د خیبر پښتونخوا حکومت هم د هغه له کورنۍ سره د څلورو ملیونو ډالرو مرستي اعلان کړی دی.

داسي ویل کیږي چي د طاهر داوړ کورنۍ ته به ټولي ١١ ملیونه ډالر ورکول کیږي.

د پاکستان حکومت د طاهر داوړ د قتل د تحقیقاتو لپاره یو پارلماني پلاوی هم ګومارلی دی.

طاهر داوړ د اکتوبر په ٢٦مه له اسلام اباد برمته سوی و او دوه اونۍ وروسته یې مړی مړی وموندل سو.

د پښتونژغورني غورځنګ بیا وویل، چي د هغه په قتل کي د پاکستان حکومت او پوځ ښکیل دی.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...