محمود خان اڅکزی: نړیوال د افغانستان پوروړي دي، دوی دغه هیواد ته جګړه راوړې ده

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، نړیوال باید په دې پوه سي چي دوی افغانستان ته جګړه راوړې ده اوددغه هېواد پوروړي دي.

د اڅکزي په خبره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او پنځه ویټو کوونکو هیوادونو ته په کار ده، چي د افغانستان د اوږدې جګړې په اړه اقدامات وکړي او دغه هیواد له روان بحران وژغوري.

نوموړي همدا راز ویلي د نړۍ ټولو پښتنو ته په کار ده، چي سره جرګه سي او له علمي لارو نړیوالو ته دا ثابته کړي چي پښتانه ترهګر نه دي او جګړه پر دغه قوم تپل سوې ده.

اڅکزي د پاکستان د حکومت په اړه هم ویلي چي دغه حکومت د پښتنو پر وړاندي له تبعیض ډک چلند کوي او که ددوی داسي چلند ادامه ولري نو پاکستان د پښتنو لپاره هېڅ ارزښت نه لري. اڅکزي روانه جګړه پر پښتنو تپل سوې بللې ده او ویلي یې دي پښتانه د نړۍ ټولو قومونو ته درناوی لري نو نړیوالو ته هم په کار ده، چي خپله جګړه دلته پای ته ورسوي او پښتنو ته د ترهګر په سترګه و نه ګوري.

هغه له طالبانو او افغان حکومت هم غوښتي چي سوله وکړي او پردۍ جګړه پای ته ورسوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...