د امریکا متحده ایالات وایي، که افغانستان څخه ځواکونه ووزي، ترهگري ډلي به فعاله سي

د امریکا متحده ایالات وایي په افغانستان کي د جگړې د پای ته رسولو هڅه کوي، خو په دې کي په بیړه د افغانستان څخه د ځواکونو ایستل نه دي شامل.

د امریکا د دفاع وزیر جیم ماتیس د شنبې په ورځ (دسمبر ١) د رونالډ ریگن په دفاعي انستیتوت کي په نړیوال امنیت د خبرو په وخت وویل که په اوس وخت کي افغانستان پریږدي نو په سیمه کي به ترهګریزي ډلي بیرته فعالي سي او دا به د راتلونکو څو کلنو پوري یو خطر وي.

ښاغلی ماتیس وايي: ” که موږ افغانستان پریږدو، د نړۍ ۲۰ ترهګري ډلي په سیمه کي فعالي دي، پوهیږۍ چي څه کیږي؟ زموږ استخباراتو مشخصه کړې چي پر موږ به برید وسي”.

د امریکا د دفاع وزیر زیاته کړه چي په افغانستان کي ۴۰ کاله کیږي چي جګړه ده او اوس باید پای ته ورسیږي.

هغه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پخوانۍ وزیري هیلري کلنټن خبرو ته په اشارې وویل چي امریکا پخوا هم ‏طالبانو سره د سولي وړاندیز پدې شرط کړی و چي هغوی له القاعده سره اړیکي پریږدي، د افغانانو له وژلو څخه لاس واخلي، او د افغانستان اساسي قانون ومني.

جیم ماتیس په افغانستان کي د سرتیرو د زیاتیدو په برخه کي د ولسمشر ټرمپ د تیر کال له پریکړي ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چي له تیرو اولسو کلنو وروسته ملګري ملتونه په دې باور دي چي په افغانستان کي د سولي د راتلو هیلي پیدا سوي دي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...