افغان حکومت له وسله والو طالبانو غوښتي چي د سولي لپاره خپل پلاوی دوی ته معرفي کړي

دولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وایي، افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره جدي او رښتینی دی او طالبانو ته هم په کار ده، چي خپل پلاوی د مذاکراتو لپاره معرفي کړي. دده په خبره که طالبان صادق وي او په رښتیا غواړي سوله وکړي نو ښه لار یې همدا ده چي له افغان حکومت سره مخامخ کښیني او خپل مرکچي پلاوی اعلان کړي.

وسله والو طالبانوتر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو، چي له افغان حکومت سره خبري نه کوي او خپله ټوله ستونزه له امریکا سره حل کوي.

ددوی په وینا افغان حکومت بې صلاحیته دی نو ځکه ورسره طالبان خبرو ته زړه نه ښه کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...