د کورنیو چارو وزارت د امریکا ددفاع وزارت د وروستیو اقداماتو په غبرګون کي ویلي چي دوی به په افغانستان کي له طالبانو سره د ایراني وسلو د موجودیت په اړه خپل تحقیقات کوي.
د امریکا ددفاع وزارت څو ورځي وړاندي هغه وسلې رسنیو ته وښودې چي د ایران له لوري په افغانستان کي طالبانو ته ورکړل سوي وې.
یاد وزارت ویلي وو، دا تر ټولو ښه ثبوت دی، چي نړیوال په سیمه کي له ترهګرو د ایران پر ملاتړ باوري سي.
د کورنیو چارو وزارت بیا وایي دوی په دې اړه هر اړخیزې پلټني کوي او وروسته به یې معلومات له رسنیو سره شریک کړي.
تر دې وړاندې بیا د هېواد په جنوبي ولایتونو کې ځینو لوړپوړو چارواکو هم ادعا کړې وه چې ایران طالبانو ته وسلې او مهمات ورکوي. دوی ان ویلي وو، چې ایران پخپله خاوره کې طالبانو ته روزنځایونه او روغتونونه هم په واک کې ورکړي دي. ایران بیا دغه ادعاوې ردوي او وايي دا د امریکا هڅه ده، چې غواړي د افغانستان او ایران اړیکې خرابې کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون