د کندوز د خان اباد ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی غیر قانوني وسله وال قوماندان نوید تیره شپه ناوخته د افغان ځواکونو له خوا د تخار په مرکز تالقان ښار کې ونیول سو.
د دغه وسله والو قوماندان د نیولو لپاره هغه وخت پولیسو اقدام وکړ چي په خان اباد کي د ملي اردو له سرتېرو سره په جګړه کي یې ټپي ملګری په تالقان کي یو شخصي روغتون ته انتقالاوه.
د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي وايي، چي پر غیر قانوني وسله وال نوید باندي د خلکو له خوا د وژنو، د ځمکو د غصب، انسان تښتوني او وسله والو غلاو او نورو بېلا بېلو جرمونو ادعاګانې سوې.
مرادي وايي چي د تېرې جمعې په ورځ وسله وال قوماندنان نوید د ملي اردو له سرتېرو سره جګړه کړې او په لاره کي یې د پولیسو پر چیک پوانټونو هم ډزي کړي دي، هغه زیاتوي چي د همدغو سرغړونو پر بنسټ دولت غوښتل هغه ونیسي.
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر وايي چي تیره شپه شپه ۱۲ بجې قوماندان نوید چي په یو شخصي روغتون کي د پولیسو له خوا محاصره سوی و ځان پولیسو ته تسلیم کړ.
هغه وايي چي د پولیسو دې محاصرې یوه شپه او یوه ورځ ادامه پیدا کړه او بالاخره وسله وال قوماندان نوید پولیسو ونیوه.
د سیمي د خلکو د وینا له مخي قوماندان نوید د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کي تر ۱۵۰ پورې وسله وال کسان لري چي هم له طالبانو او هم له افغان ځواکونو سره جګړې کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون