پکتیا کې اعتراض کوونکي وایي چي تېره شپه بهرنیو ځواکونو د یاد ولایت د سهاکو په شملزو سیمه کي هوایي برید کړی چي له امله یې ۱۱ عام وګړي وژل سوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
دوی چي د وژل سویو کسانو مړي یې د ولایت مرکز ته د اعتراض په توګه راوړي وو وویل، نور ورته هوایي ړندې بمبارۍ د زغم وړ نه دي، هغه که د هر چا لخوا کیږي دوی یې پر وړاندې چوپه خوله نه سي پاته کیدلای.
په ورته وخت کي امنیتي مسوولینو ویلي، چي د یادې پېښي په اړه تر اوسه کره مالومات تر لاسه سوي نه دي او دا د پېښي په اړه لومړنۍ څرګندونې دي.
افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسي حال کي ده چي په دې وروستیو کي یو ځل بیا هوایي بریدونو زور اخیستی چي ورسره د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم خپل وروستي حد ته رسیدلې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون