د سوداګرۍ او صنایع وزارت د صادراتو ریاست ویاند منیر ځدران د دغه نندارتون د پرانېستي پر مهال ویلي، د یاد نندارتون د پرانېستلو هدف په بهرنیو بازارنو کي افغان توکو ته بازار موندنه ده.
د ځدران په وینا په دغه نندارتون کي لسګونه کرنیز محصولات، د ښځو لاسي صنایع او خوراکي توکي نندارې ته اېښودل سوي دي.
ځدران وایي، تر ټولو ستر هدف یې دا دی، چي د میرمنو په لاسونو جووړو سوو توکو ته بازار موندنه وکړي، ځکه د ښځو لاسي صنایع او محصولاتو ته بازار موندنه به د دوی د کورنیو پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز ولري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون