د فاریاب سیمه ییز چارواکي د نا امنۍ پر زیاتیدو د اندېښني تر څنګ وايي، پر اندخوی، قرغان او قرمقول ولسوالیو د طالبانو د تیري شپې په برید کي پنځه پوستو سقوط کړی، شپږ امنیتي سرتېري پکښي وژل سوي، ۱۶ ټپیان او درې نور ورک دي.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودو په شرط رسنیو ته ویلی، وسله والو طالبانو تېره شپه اته بجې پر اندخوی، قرغان او قرمقول ولسوالیو دغه بریدونه کړي دي.
په ورته وخت کي د اندخوی ولسوال سلطان سنجر وايي، پر دې ولسوالۍ د طالبانو په برید کي درو پوستو سقوط کړی، درې امنیتي سرتېرې وژل سوي، شپږ ټپیان دي او درې نادرکه سوي.
د فاریاب د ولایتي شورا غړی انجنیر روزي وايي، همدا اوس د قرمقول او قرغان ولسوالیو ارتباطي لارې د اندخوی ولسوالۍ له مرکز سره تړل سوې دي.
طالبانو هم ویلي، چي د فاریاب په یادو درو ولسوالیو یې بریدونه کړي او حکومتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون