د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د رواني اوونۍ تر پایه به د ټولو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلي اعلان کړي

د یاد کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات وایي، تر اوسه د ۱۸ ولایتونو د رایو لومړنۍ پایلي اعلان سوې او ټاکل سوې چي د رواني اوونۍ تر پایه د ټولو ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلي اعلان کړي.

که څه هم د ټاکنو کمیسیون باید له پخوانۍ ژمني سره سم د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي وای خو دغه کمیسیون اوس د اوونۍ تر پایه د پایلو د اعلان د ځنډ خبره کوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له دې وړاندې ژمنه کړې وه چي د لیندۍ میاشتي تر لسمي نیټې پوري به د رایې شمیرني بیهر بشپړ او لومړنۍ پایلي به اعلان کړي خو د یاد کمیسیون د ویاند په خبره په کارونو کي روڼوالی او د ډیټابیس جوړول د دې پایلو د اعلان د ځنډ سبب سول.

هغه وایي دوی د پایلو په اعلان کي تر سرعت دقت ته ترجیح ورکوي، نو ځکه د ټاکنو پایلي دومره وځنډیدې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...