مایک پمپیو دا نه دي ویلي چي دغه توغندی څه وخت او چيري ازمویل سوی دی، خو وايي، هغه د منځني واټن ویشتونکی توغندی دی چي د څو اټومي کوپړیو د لېږدولو وړتیا لري.
نوموړي د ایران دغه عمل غندلی دی او په وینا یې د ایران ورته کړني به پر دغه هیواد فشارونه نور هم ډیر کړي او ددې سبب به سي چي د امریکا بندیزونه تر دې سخت سي.
ایران تر دې دمه د امریکا د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
ایران د ټرمپ له حکومت سره سم د امریکا تر فشارونو لاندي دی.
امریکا ادعا کوي چي ایران په سیمه کي د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او هڅه کوي اټومي وسلې جوړې کړي. خو ایران بیا دغه ادعاوې ردوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون