راپور: جاوید احمد سمسور
ولسمشریزو ټاکنو ته احتمالي نوماند ډاکټر شيدامحمد ابدالي د کندهار پوهنتون له یو شمېر لیلیه محصلینو سره په لیدنه کي د یووالي په برخه کي د رښتني تبلیغ کولو غوښتنه وکړه.
هغه وویل، په کندهار کي د ټولو ولایتونو اوسېدونکي زده کړي کوي چي دا د ملي یووالي یوه ښه بېلګه ده.
د ډاکټر شيدامحمد ابدالي سره په دغه لیدنه کي د مرکزي بغلان، شمالي ولایتونو، کندوز، هرات او یو شمېر نورو ولایتونو لیلیه محصلین حاضر وه.
محصلینو په دغه لیدنه کي وویل، چې په هند کي يې د پوهني په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو په برخه کي له خدمتونو خبر دي او د همدغه خدمتونو د درناوي لپاره راغلي.
هغوئ زیاته کړه، چي د ښاغلي ابدالي سره په سیاسي مبارزه کي ونډه اخلي او په ټولو ولایتونو کي ځوانان د ده ملاتړ ته رابولي، ځکه له ده د ملت درد درک کړی او په ستونزو يې خبر دی.
دوی په خپلو خبرو کي په هند کي د افغانستان له مخکني سفیر څخه د کندوز د کتابتون لپاره د کتابونو د ورکړي په برخه کي د مرستې غوښتنه وکړه.
ډاکټر شيدامحمد ابدالي په خپلو خبرو کې محصلین د وطن پالنې یو مثال یاد کړ او لوستي ځوانان يې د افغانستان یوه لویه هستي وبلل.
هغه له شماله تر جنوبه او له ختیځ تر لوېدیزه د محصلینو پر یووالي خوښي وښوده او ټينګار يې وکړ، چي محصلین باید د ملي یووالي پايي لا مظبوطي او په لوړه کچه تبلیغ ورته وکړي.
ښاغلي ابدالي وویل، چي په هېواد دننه يې سیاسي ګامونه د ملي یووالي او سولې د تامين لپاره اخیستي.
هغه په خپلو خبرو کي د کندوز د محصلینو د کتابونو د ستونزي د حل ژمنه هم ورکړ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون