علي وزیر او محسن داوړ: پاکستاني حکومت راته ویلي چي بهر ته د تلو اجازه نه لری

د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښ فعالان علي وزير او محسن داوړ له پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشي سوي دي.

دوی پرون په پېښور کي د پاچا خان هوایي ډګر کي درول سوي وه.

محسن داوړ پر ټویټر یوه پیغام کي تایید کړې چي دوی دوبۍ ته له تلونکې الوتکې ګرځول سوي وو، پاسپورټونه ترې اخیستل سوي وه، خو اوس خوشي سوي دي.

ویل کیږي، علي وزیر هم خوشی سوی، خو ورته ویل سوي چي محکمې ته به حاضرېږې.

علي وزیر له سویلي وزیرستانه او محسن دوړ له شمالي وزیرستانه د پاکستان قومي اسمبلۍ کي د خلکو استازي دي.

پښتون ژغورني غورځنګ فعالان ادعا کوي چي د پاکستان د پلټني مرکزي ادارې چارواکو له هغوى پاسپورټونه اخيستي دي او ورته ويل سوي چي ځکه یې د سفر مخنیوی سوی، چي نومونه یې په هغه ليست کې شامل دي چي بهرته د تلو اجازه نه لري.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...