د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ۲۰۱۸ م کال کي په افغانستان کي د پولیو په ویروس د اخته کوچنیانو شمیر د تیر کال په پرتله دوه برابره لوړ سوی دی

 د دې سازمان په وینا، په افغانستان کي سږکال د پولیو ۱۹ نوې پېښې ثبت سوي، خو تېر کال یې شمېر ۱۰و.

یاد سازمان ویلي چي په افغانستان کي د امنیت د خرابېدو او له واکسین سره مخالفت ډېر کوچنیان له واکسینه محروم کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چي په ۲۰۱۸ م کال کي د پولیو ۲۷ نوې پېښې ثبت سوي چي ټولې په افغانستان او پاکستان کې دي.

د روېټرز خبري اژانس په حواله، د دې سازمان د بېړنیو حالاتو د نړیوالي کمېټې مشرې، هیلن ريس ویلي چي د پولیو ویروس په افغانستان او پاکستان کي په چټکۍ د خورېدو په حال کي دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...