راپور: مهتمم صالح
ډاکټر شيدامحمد ابدالي دغه څرګندوني په کندهار کي د پيوند مدني ټولني د کرکټ د برخي له مسٔولینو او لوبغاړو سره وکړې.
د ناستې پر مهال لومړی د پيوند ټولني د سپورت د برخې مسٔول قدرت الله لېوال خبري وکړې او د خپلي ټولني په نوښت يې د کرکټ د ودي او پراختیا لپاره د ولسواليو په کچه د ټورنمنټونو د جوړولو خبر ورکړ.
هغه وویل، چي د کرکټ دا سیالۍ د تېرو څو میاشتو راهیسي په ښار او اتو ولسواليو کي د ۲۹۲ لوبډلو ترمنځ پيل سوي.
دده په وینا، چې دا سیالۍ په ولسواليو کي ترسره سوي او تر دې مهاله يې ۲۲ تکړه او پياوړي لوبډلي له پرله پسې سیاليو وروسته را ایستلي دي.
ښاغلي لېوال وویل، چي له دې سیالیو يې موخه د کرکټ پراختيا او د ولسواليو خلکو ته د يوې سالمي تفریح او بوختیا د برابرول ده، ځکه هري لوبي د هم هغي ولسوالۍ سلګونه مشران او ځوانان نندارې ته راتلل.
د پيوند مدني ټولنې بل استازي حيات الله څرک په هند کي د افغانستان له مخکني سفیر څخه وغوښتل، چي له ۲۲ لوبډلو څخه راوتونکو لسو لوبډلو ته د لباسونو، بوټونو او بېډونو امکانات برابر کړي.
په هند کې د افغانستان مخکني سفیر ډاکټر شيدامحمد ابدالي په خپلو خبرو کي د ولسواليو په کچه د داسي سیالیو له پيلولو خوښي وښوده او زیاته يې کړه، چي وزرش نه یوازيروغتیا ده، بلکي سالمه بوختیا هم ده.
هغه زیاته کړه، چي د کرکټ د لوبې مينه وال دی او د حکومت په لومړیو کي يې ددې لوبې د پراختیا لپاره له برېتانیا څخه په دې برخه کي د مرستو د جلبولو لپاره هلي – ځلي کړي.
دده په وینا، چې په هند کي يې هم د خپل ماموريت پرمهال له هندوستان څخه د افغان لوبډلي لپاره د امکاناتو او روزني په برخه کي ډېري مرستې جلب کړې، چي بېلګه يې په هند کي د افغان کرکت لوبډلې د تمريناتو لپاره د دوو لوبغالو اخیستل او په کندهار کي د کرکټ د لوبغالي جوړول وو.
هغه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د افتخار وړ وبلل او څرګنده يې کړه، چي همدغه لوبغاړو د افغانستان نوم په نړیواله کچه روښانه کړ.
ډاکټر شيدامحمد ابدالي د کرکټ لوبغاړو ته په خطاب کي وویل، چې تاسو باید په دې برخه کي خپل استعدادونه وښایاست، څو ملي لوبډلې ته ولاړ سی.
هغه په خپلو کي خبرو کې ژمنه وکړه، چي د ولسواليو او ښار د کرکټ د روانو سیاليو لسو پیاوړو لوبډلو ته د هغوئ کرکټ وسایل، لباس او بوټونه ورکوي، څو ترمنځ يې رقابت جوړ سي.
هغه همداشان ژمنه وکړه، چي په نړیوالو کچه به د روزني فرصتونه او په کور دننه کي له هند څخه د امکاناتو د اخیستل زمينه ورته برابره کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون