د دې سازمان په وینا، په افغانستان کي سږکال د پولیو ۱۹ نوې پېښې ثبت سوي، خو تېر کال یې شمېر ۱۰و.
یاد سازمان ویلي چي په افغانستان کي د امنیت د خرابېدو او له واکسین سره مخالفت ډېر کوچنیان له واکسینه محروم کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چي په ۲۰۱۸ م کال کي د پولیو ۲۷ نوې پېښې ثبت سوي چي ټولې په افغانستان او پاکستان کې دي.
د روېټرز خبري اژانس په حواله، د دې سازمان د بېړنیو حالاتو د نړیوالي کمېټې مشرې، هیلن ريس ویلي چي د پولیو ویروس په افغانستان او پاکستان کي په چټکۍ د خورېدو په حال کي دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون