پاکستان به افغانستان ته د ۱،۳۷ میلیارده پاکستانۍ کلدارو په ارزښت غنم د ډالۍ په توګه ورکړي

د پاکستان د مالیې وزیر ویلي چي دا ۴سوه زره مټریک ټنه غنم یې د خوړو د خوندیتوب او څېړنې وزارت په وړاندیز افغانستان ته ځانګړي کړي دي.

هغه زیاته کړې چي دا غنم به په افغانستان کي پر بېوزلو او وچکالۍ ځپلو باندې ووېشل سي.

عمر ویلي چي دا وړاندیز کابینې تصویب کړی او ډېر ژر به یې افغانستان ته د لېږدولو بهیر پیل سي.

پاکستان په داسي حال کې افغانستان ته د دې مرستي ژمنه کوي چي په دې وروستیو کي د دواړو هېوادونو اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې سوي دي.

په ورته وخت کي داسي راپورونه خپاره سوي چي پاکستان به په نږدې راتلونکي کي له سخت اقتصادي بهران سره مخ سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...