د روزګان ملي امنیت ریاست لخوا د یوې دولتي ادارې ریٔس او یو کارکوونکی د رشوت اخیستلو پرمهال نیول سوي

راپور: اجمل وصال

د  روزکان د ملي امنیت ریاست مسٔوولین وایي، تیره شپه ېې ددغه ولایت په مرکز ترینکوټ کي د ښار او کور جوړوني ریاست مشر او یو کارکوونکی د یوه کس څخه دڅلور سوه زره افغانیو رشوت اخیستلو پرمهال نیولي دي.

د ملی امنیت ریاست د ۸۲ نمبر مدیرت مدیر لطیف خان وایي، انجینر محمد علي سخاوي او انجینر نجیب الله چي ددغه ولایت د ښار او کور جوړوني ریاست ریٔس او کارکوونکي دي، تیره شپه هغه مهال د څلور سوه زره افغانیو سره لاس په لاس ونیول سوه، چي د یو ساختماني شرکت له استازي څخه یې د رشوت په توګه اخیستي.

د ملي منیت اداری استازی وایي، دوی داسي نور اسناد هم په لاس کي لري چي نیول سوو کسانو د رشوت اخیستلو په اړه شواهد څرګندوي.

د  روزګان ولایتي شورا استازي هم د ملي امنیت ریاست دغه اقدام ستایي او وایي، د فساد په مخینوي کي د کشفي ارګانونو رول او د خلکو همکاري زیاته اړینه ده.

دیادي شورا مرستیال عبدالکریم کریمي وایي، هیله لري چي د فساد پروړاندي د مخینوي په برخه کي هڅي نوري هم کړندۍ سي.

دا لومړی ځل دې چې په اروزګان کې د رییس په کچه یو دولتي کارکوونکي د بډي اخیستلو پرمهال لاس په لاس نیول کیږي

په داسي حال کي ده چي دلته پر یوشمیر دولتي کارکوونکو تردې وړاندي د فساد او رشوت اخیستلو تورنه لګیدلي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...