امریکایي ځواکونو تأیید کړه چي د هلمند په ګرمسېر کي یې پر وسله والو طالبانو هوایي بمباري کړې، خو هغه ادعا یې چې په دې حمله کي ولسي خلکو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې نه تأیید او نه هم رد کړه.
د هلمند د ولايتي شورا رئیس عطا الله افغان ويلي چې په پېښه کې لږ تر لږه ٣٠ تنه ملکیان وژل سوي دي.
په ولسي جرګه کې د هلمند يوه استازي عبدالودود پوپل هم په پېښه کې د ٣٠ ملکيانو وژنه تأييد کړې ده.
خو په کابل کې د امریکایي ځواکونو ویاند باریکي ملایا «Bariki Mallya» ويلي، په ګرمسېر ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو او امريکايي سلاکارانو د طالبانو تر حملي وروسته ځواکونو د هوایي ملاتړ غوښتنه کړې وه او پلي ځواکونه هم له دې خبر نه وو چي د حملې په ځای کي به ملکیان وي.
هغه په پیښه کي ملکیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه او نه هم پهدې اړه چي امریکایي ځواکونه به د ملکي تلفاتو د ادعا په اړه څېړنه وکړي او کهنه؟ څه ونه ویل.
طالبانو ويلي، د ګرمسېر په پېښه کې دوى ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون