دغه څرګندوني د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش د يو ويډيو کنفرانس له لارې په جينوا کي د وزيرانو کنفرانس ته کړې دي.
نوموړي زياته کړې چي په افغانستان کي تاوتریخوالي د مخنيوي لپاره بايد سولې او پرمختګ ته ډېر کار وسي.
انتونیو ګوتیرش هيله مندي وښوده چي دغه غونډه وکولاى سي په افغانستان کي د هغې سولي او ثبات لامل وګرځي چي له ډېرو کلونو راهيسې يې افغانان غوښتونکي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون