د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایی، دولسمشریزو ټاکنو د نیټې په تړاو یې د سیاسي احزابو او مدني ټولني استازو سره بحثونه پای ته رسیدلي او ددې ټاکنو نیټه نهایي ده.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون پرون د سیاسي احزابو او مدني ټولنو د استازو په حضور کي دولسمشریزو ټاکنو نهایي نیټه اعلان کړه او وایي، ټاکني به د حمل په ۳۱ ترسره سي.
د غه کمیسیون وایي، د بودیجې د کمښت او تخنیکي ستونزو له امله به د ولسوالیو او ولایتي شورا ټاکني د وږي میاشتې په ۳۰ نېټه ترسره کېږي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون داسي مهال د ولسمشریزو او غزني ولایت ټاکنو نیټه اعلانوي، چي یو څه موده وړاندي د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډول کيدو خبر ورکړل سوی وو او دا پريکړه د خلکو له جدي غبرګون سره مخ سوې وه .
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون